دلوبغاړو په اړه

د پاکستان یو ملي لوبغاړی په کرونا اخته شو.

ټاکل شوې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي میاشت سویلي افریقا او بیا زمبابوې ته د یو لړ سیالیو په موخه سفر وکړي.

د پاکستان لوبډلې چټک توپ اچونکی «حسن علي» چې د سویلي افریقا او زمبابوې سفر لپاره غوره شوی و، د کرونا وایروس مثبت ازموینه ورکړه، تېره ورځ د پاکستان لوبډلې «۳۵» لوبغاړو څخه د کرونا وایروس ازموینه واخیستل شوه چې له جملې څخه یې د حسن علي پایله مثبته راغله، نوموړی له کمپ ویستل شوی او په کور کې ورته د قرانطین لارښونه شوې ده.

چټک توپ اچونکی حسن علي به نن یوځل بیا ازمیښت کیږي او د د منفي ازموینې په صورت کې به د هغه راپور لاهور ته لیږل کیږي، حسن علي له دې دمخه د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ پر مهال هم شکمن ښودل شوی و.

د راپورونو له مخې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې «۳۴» لوبغاړ د کرونا وایروس ټیسټ پایلې منفي راغلي دي چې نن به لاهور ته ولیږل شي، او د نن ورځې څخه به روزنیز کمپ پیل کړي.

دوهم ټیسټ به د مارچ په ۱۸ مه نېټه ترسره کیږي پداسې حال کې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دریم او څلورم ټیسټونه به د مارچ په ۲۱ او ۲۴ مه نېټه په لاهور کې ترسره شي. د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د مارچ په ۱۹مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې روزنه پیل کړي او د مارچ په ۲۶ مه نیټه به سویلي افریقا ته سفر وکړي.

باید یاده کړو د مارچ په ۱۲ مه نېټه د پاکستان کرکټ بورډ سلیکسن کمېټې د سویلي افریقا او زمبابوې خلاف سیریزونه لپاره ملي لوبډله اعلان کړه چې ددغه سفز دپاره بابر اعظم لوبډلمشر او شاداب خان یې مرستیال لوبډلمشر ټاکلی دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې