نړیوال کریکټ

د هند افسانوي لوبغاړو ویسټ انډیز ته په نیمه پای لوبه کې ماتې ورکړه

د هېوادنو ترمنځ د افسانوي لوبغاړو د سیریز “روډ سیفټي ورلډ سیریز” چې دا مهال د مختلفو لوبډلو ترمنځ روان دی او د کرکټ د نړۍ افسانوي “پخواني” لوبغاړي پکې لوبیږي لومړی سیمي پاینل یې پایته ورسېده او هندوستان پکې بریا خپله کړه.

دا نیمه پای لوبه د هندوستان او ویسټ انډیز د افسانوي لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه چې هند ویسټ انډیز ته د دولس منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پای لوبه یې وګټله.

دې لوبه کې لومړی د هند افسانوي لوبغاړو توپ وهنه وکړه د سهواګ د ۳۵، محمد کیف د ۲۷، یوسف پټان د ۳۷، یوارج سینګ د ۴۹ او لوبډلمشر سچن ټنډولکر د ۶۵ منډو پرمټ یې د درې لوبغاړو په اوټیدو زیاتې ۲۱۸ منډې جوړې کړې.

هند د ویسټ انډیز لپاره ۲۱۹ منډې هدف کېښود چې په دوهم اننګز کې د ویسټ انډیز له اړخه لوبډل مشر براین لارا ۴۶، نرسینګ دیونارین ۵۹ او دوایني سمیټ زیاتې ۶۳ منډې جوړې کړې خو هدف يې پوره نکړ او نیمه پای لوبه کې یې ماتې وخوړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې