افغانستان کریکټ

د درې واړو لوبو د بریا کوښښ

افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د ورځي دوه بجې او ۳۰ دقیقې د خپلې سیالې لوبډلې زیمبابوې سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي،


افغانستان په لومړی شل اوریزه لوبه کې چې پرون ترسره شوه د رحمان الله ګربز د ښي توپ وهنې پرمټ بریا خپله کړه،


تیره لوبه کې رحمان الله ګربز له پیله خپل برید جاري وساته نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۸۷ منډې جوړي کړي چې پکې شپږې او څلوري هم شاملي وي،


افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مېلمه لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو هدف په مخ کې کښيود زیمبابوې لوبډلې ونشو کولای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې په یو ستر توپیر افغانستان ته وبایلله،


د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان ارمان ترټولو بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په څلورو اورونو کې درې ویکټې واخیستې او د افغانستان په بریا کې یې ستر رول ولوبوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې