بهرني لوبغاړي

جسپریت بومرا اوسنجانا ګنسن پخواني عاشقان و د مینې کیسه یې دلته ولولئ


د هندوستان چټک توپ اچوونکی جسپرت بومرا چې د مارچ په ۱۴—۱۵ یې د هند په ګوا کې د خپل واده مراسم ترسره کړل او د خپل واده لپاره یې ځانګړي مراسم نیولي و چې یواځې شل تنو پکې ګډون کړی و.

خو دادی له واده څو وروځې وروسته یې د مینې راز څرګند شو او معلومه شوه چې دوی پخواني عاشقان و، د هند په ټولنیزو رسنیو کې د بومرا د میرمنې تصویران ډیر ګرځي راګرځي چې تازه یې د مینه والو یوې نوې موضوع ته پام ورګرځولی دی، کرک ټرکر ویب سایټ هم دغه موضوع راخستې چې موږ یې د هغوی له قوله په پښتو ژبه نشروو.

” تصویر کې لیدل کیږي چې د بومرا میرمنې د نکریزو شنه جوړه پرتن کړې او په لاسونو یې ښایسته نکریزې ايښي دي خو د نکریزو په منځ کې د هغې د لاس پر شاه د ۲۰۱۹ پنځوس اوریزه نړیوال کپ لوګو لیدل کیږي چې کریک پوهانو، د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو په وینا چې سنجانا ګنسن هماغه وخت پر بومرا مینه شوې وه.

او له هغه سره یې مینه وه، او دادی اخر یې هم واده وکړ.

بومرا د هندوستان چټک توپ اچوونکی دی چې تراوسه یې د هند لپاره د کرکټ په ټولو فارمټونو کې توپ اچونه کړې او یو کامیابه بالر دی.



ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې