نړیوال کریکټ

تاوده غبرګونونه، سلیکشن کميټه : بابر اعظم څوک دی چې د انتخاب پوښتنه کوي؟ شعیب اختر : که پاکستان کرکټ بورډ د بابر اعظم صلاحیت نه مني لوبډلمشري دي پریږدي، هغه کش ماکشونه چې حلول یې د پاکستان لپاره بې له بدلونونو خالي نه دي

هغه غبرګونونه چې پر پاکستان کرکټ بورډ او سلیکشن کميټې لاهم په چټکتیا سره روان دي،


پاکستان کرکټ بورډ تیره ورځ د زیمبابوې او جنوبي افریقا خلاف لوبډله اعلان کړه چې پکې یو شمیر مشهوره لوبغاړو ته چانس ورنغی،


بابر اعظم د کرکټ بورډ د سلیکشن کمېټې پر یاده پرېکړه غبرګونه وښود نوموړي ویلي و، پاکستان کرکټ بورډ ټوله لوبډله د پي ایس ایل د لیګ څخه انتخاب کړه چې دا سمه پرېکړه نه وه،


د دې خبرو له کولو وروسته د پاکستان د کرکټ بورډ د سلیکشن کميټې مشر وسیم خان بابر اعظم ته په ځواب کې ویلي، ته څوګ یې چې د لوبډلې په جوړښت غږیږي ته یوازي په لوبه کې لوبې ته پام نیسه،


چټک توپ اچونکې شعیب اختر بیا بابر اعظم ته په مشورې ویلي، تاسو وړ لوبډلمشر یاست که تاسو ته په سلیکشن برخه کې صلاحت نه درکول کیږي نو لوبډلمشري پريږده،


د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني سلیکټر مصباالحق بیا په ښکاره ډول د شرجیل د بیا راتګ سره مخالفت ښودلی او هغه یې دې برخې ته هېڅ وړ نه دی ګڼلی چې بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نماینده ګي په نړیواله کچه وکړي،


د پاکستان د کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټې مشر وسیم خان په تونده لهجه نن رسنیو ته په خبرو کې ویلي و، مونږ چې کومه پرېکړه کوو هېڅ کوم کس ته پکې اجازه نه ورکوو چې مداخله پکې وکړي که هغه د پاکستان تبصره کوونکی او یاهم کوم پخوانی لوبغاړی وي،


یاده دې وي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بل مخکښ پخواني توپ وهونکي انضمام الحق بیا وسیم پړ ګڼلی او ویلي دي چې وسیم له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې