نړیوال کریکټ

افریقا کرکټ بورډ : مهمو لوبغاړو ته د پاکستان خلاف سیالیو کې چانس نه ورکوو

پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې راتلونکی سیریز د آی پي ایل سره په ټکر کې لري،


د همدي لپاره افریقا کرکټ بورډ اعلان وکړ کوم لوبغاړي چې په راتلونکې څوارلسم پړاو آی پي ایل کې لوبیږي نو هېڅ ډول فشار پري نشته چې د رسمي سیالیو لپاره پاتي شي،


افریقا کرکټ بورډ : مونږ ټولو لوبغاړو ته اجازه ورکوو چې د هندوستان په کورني تجارتي لیګ کې ولوبیږي،


بل پلو چټک توپ اچونکي ډیل سټین بیا ویلي، زه نه پوهیږم چې بورډ ولي د پاکستان پروړاندې مهم لوبغاړي هندي لیګ ته لیږي؟


د جنوبي افریقا مشهوره لوبغاړي لکه کوینټن ډي کاک، فاف ډوپلیسیس، کاګیسو رباډا، کریس موریس، او داسي نور مخکښ لوبغاړي د هند په لیګ کې بیلابیلو لوبډلو د ځان سره غوره کړي دي،

یاده دې وي چې افریقا کرکټ بورډ پر دې اساس لوبغاړو ته په دې لیګ کې د ګډون چانس ورکوي چې راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام هم هند کې دی او دغه لیګ هم د هند پر بیلابیلو لوبغالو ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې