نړیوال کریکټ

احسان ماني: پاکستان په ۲۰۲۳م کال اسیا جام کې د هند کوربه توب ته خوشبین دی.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر «احسان ماني» په ۲۰۲۳م کال اسیا جام کې د هند کوربه توب په اړه خوشبین دی او هیله لري چې تر دې وروسته به د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې ښې شي.

احسان ماني خبرداری ورکړ چې سریلانکا به په ۲۰۲۲م کال کې د آسیا جام کوربه توب وکړي، نوموړی زیاتوي چې روان ۲۰۲۱م کال کې د اسیاجام ترسره کولو امکان نه لیدل کیږي.

احسان ماني وویل چې اسیاجام به په ۲۰۲۲م کال کې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي پداسې حال کې چې هندوستان به د ۲۰۲۳م کال اسیاجام کوربتوب وکړي.

احسان ماني وویل چې زه خوشبین یم چې د وخت په تېرېدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې ښه شوي وي او دا به هندۍ لوبډلې ته لار هواره کړي چې پاکستان ته سفر وکړي.

احسان ماني د چهارشنبه په ورځ په یوه مرکه کې «جنګ ورځپاڼه» ته وویل” په دې وروستیو کې ځینې مثبتې نښې لیدل شوي دي او امید لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به جنجالي اړیکې ښې شي، ماني زیاته کړه چې که چېرې هندۍ لوبډله خپل ګاونډي هېواد «پاکستان» ته سفر وکړي، نو دا به د پاکستان کرکټ لپاره لوی بریالیتوب وي.

احسان ماني زیاته کړه چې روان ۲۰۲۱م کال کې د اسیا جام ترسره کېدل امکان نلري ځکه چې پاکستان د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو ترسره کولو له امله د دې لپاره وخت نه لري او هندوستان به د نیوزیلینډ پر وړاندې د نړیوالې ټیسټ اتلولۍ کې بوخت وي.

احسان ماني وویل چې موږ سږکال د اسیا جام د ترسره کېدو پوښتنه نه کوو ځکه چې موږ مصروف مهالویش لرو، احسان ماني وویل چې د جون په میاشت کې یوه کوچنۍ خالیګه وه چې موږ به پکې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ ترسره کړو، هغه زیاته کړه چې هندۍ لوبډله به د نیوزیلینډ پر وړاندې د ټیسټ سیالیو وروستۍ لوبه وکړي، دوی به دوه اونۍ وړاندې انګلستان ته سفر کوي او بیا به په قرانطین کې پاتې کیږي، نو هندۍ لوبډله هم بوخته ده.

احسان ماني دا هم څرګنده کړه چې د کرکټ نړیواله شورا «ای سي سي» پاکستان کرکټ بورډته په هندوستان کې د شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډون په اړه ډاډ ورکړی دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې