بهرني لوبغاړي

کیل راهور وروستیو څلور شل اوریزو لوبو کې یواځې ۱ منډه کړې ویرات کوهلي یې د ماتې علت څرګند کړ

د هندوستان پیلوونکی لوبغاړی کیل راهول چې ای پي ایل کې د پنجاب کینګز لوبډلې کپتاني هم په غاړه لري په وروستیو څلورو شل اوریزو لوبو کې بیخي له ستونزو سره مخ دی او په څلورو شل اوریزو لوبو کې یې واځې یوه منډه جوړه کړې ده چې د هند لپاره دده خراب لوبیدل ډیر سخت تمام شوي دي.

د کرک ټرکر ویب سایټ د معوماتو له مخې چې نوموړی له ټیسټ لوبې وړاندې یو ځل په شل اوریزه لوبه کې په صفر اوټ شوی و اوس له انګلینډ سره په روان شل اوریزه سیریز کې هم ناکامه دی ځکه لومړۍ لوبه کې په صفر دوهمه کې یوه منډه او درېیمه لوبه کې چې د انګلینډ په ګټه تمامه شوه هم په صفر اوټ شو.

هندي کپتان ویرات کوهلي د هغه د ماتې علت څرګند کړ، کوهلي د لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې

” د پیل لوبغاړی له لوبډلې سره ډیره مرسته کوي ترڅو ښه لوبه وکړي خو اوس زموږ لوبغاړی کيل راهول په پوم کې نه دی خو راهول زموږ یو قهرمان لوبغاړی دی، هغه به راتلوونکي کې ښه پیل ولري ځکه هغه زموږ اصلي او پیلوونکی لوبغاړی دی”

کیل راهول اوس مهال ۲۸ کلن دی د هند لپاره په ۳۶ ټیسټ، ۳۵ یو ورځنیو او ۴۸ شل اوریزو لوبو کې لوبیدلای دی مګر په وروستیو کې یو څه له ستونزو سره مخ دی او ښه لوبه نه شي کولای.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې