ریکارډونه

کوهلي په یو ریکارډ کې ټنډولکر شاته پرېښود او په بل ریکارډ کې له ویلیمسن سره مساوي شو.

د هند اوانګلستان ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه پرون د مارچ ۱۶مه نېټه ترسره شوه چې پکې مېلما انګلستان د جوس بټلر *۸۳ ناسوځېدلو منډو پر مټ په ۸ ویکټو بریا خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر «ویراټ کوهلي» چې په تېره سیالۍ کې هم له پنځوس زیاتې منډې جوړې کړي او ناسوځېدلی پاتې شوی و یو ځل بیا د ۸ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ په ۴۶ توپونو *۷۷ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.

ویراټ کوهلي د پرونۍ نیمه سلیزې په جوړولو سره د نړۍ دوهم لوبډلمشر وشمېرل شو چې د یو لوبډلمشر په توګه شل اوریزه فارمټ کې «۱۱» نیمه سلیزې ترلاسه کوي، له ویراټ کوهلي وړاندې د نیوزیلینډ لوبډلمشر «کین ویلیمسن» هم د لوبډلمشر په توګه «۱۱» نیمه سلیزې ترلاسه کړي دي، خو ویراټ کوهلي لومړی هندی لوبډلمشر دی چې دغه کارنامه ثبت کوي.

همدا راز ویرات کوهلي د انګلستان خلاف روانه شل اوریزه سیالیو لړۍ کې دوه ځله ناسوځېدلی پاتې شو چې د نوموړي ټولو فارمټو ناسوځېدلو شمېر «۵۰» ته ورسېده، نوموړي په دغه کارنامه سره د هند پخواني افسانوي لوبغاړي «سچن ټنډولکر» هغه ریکارډ مات کړ چې په درې واړه فارمټو کې «۴۹» ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی و.

باید یاده کړو چې د کوربه هند او انګلستان ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کې انګلستان دوه یو ۲/۱ مخکې دی چې د لړۍ څلورمه سیالي به مارچ په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې