مرکېنړیوال کریکټ

کریګ بریټویټ: دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې د وېسټ انډېز لوبډلشمر یم

د وېسټ انډېز کریکټ ټیم کیپتان کریګ بریټویټ په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي، چې هغه خورا زیات خوشاله دی او ویاړي چې د وېسټ انډېز د کریکټ ټیم کيپتان دی او د دغه ټیم د لوبډلمشرۍ مسؤلیت يې پر غاړه دی.

نوموړي له جېسن هولډر څخه د ټېسټ سیالیو کیپتاني واخیسته او اوس د وېسټ انډېز کریکټ ټیم په ټېسټ سیالیو کې د کریګ بریټویټ له لوري رهبرې کېږي.

د یادولو وړ ده چې هولډر په ۲۰۱۵ م کال کې کیپتان ونومول شو او په ۳۷ نړیوالو تېسټ سیالیو کې یې وېسټ انډېز کریکټ ټیم لپاره لوبډلمشري ترسره کړه، بریټویټ په خپلو خبرو کې داسې وویل:

((زه له خپل ستر رب څخه د دې فرصت لپاره مننه کوم، زه باور لرم چې هولډر په تېرو پنځو کلونو کې وېسټ انډېز کریکټ ټیم په ټېسټ کریکټ کې خورا ښه رهبري کړ. او دا زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې له هغه وروسته زه لوبډلمشر ټاکل کېږم. زه د ننګونو لپاره چمتوو یم.)) بریټویټ د کیپتان په توګه له ټاکل کېدو وروسته خوښي وښودله او له وېسټ انډېز کریکټ بورډ څخه یې مننه وکړه، چې په ده یې دا ستر باور وکړ.

هېره دې نه وې چې نوموړی څه موده وړاندې لوبډلمشر ټاکل شوی وه او تر دې دمه پکې بریالی ښکاري او په خپلې کیپتانۍ کې یې بنګله دېش کریکټ ټیم مات کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې