نړیوال کریکټ

کرکټ نړیوالې شورا د ښځینه کرکټرانو نوې درجه بندي خپره کړه

د کرکټ نړیوالې شورا “ای سي سي” د ښځینه کرکټرانو د توپ وهوونکو تازه درجه بندي خپره کړه، چې د سویلي افریقا ځوانې ۲۸ کلنې او چاغې لوبغاړې لایزل ليي پکې لومړی مقام ګټلی دی، لي د سویلي افریقا د کرکټ لوبغاړې ده چې ددې لوبډلې لپاره د کلونو راهیسې لوبیږي.

لایزل لي اوس مهال ۲۸ کلنه ده او له ۲۰۱۳ کال راهیسې ددغې لوبډلې لپاره لوبیږي، تراوسه یې د سویلي افریقا لپاره په یوه ټیسټ، ۸۹ یو ورځنیو او ۷۶ شل اوریزو لوبو کې لوبیدلې ده او لاهم ددې لوبډلې په ګټه لوبیږي.

په دغه نوې درجه بندۍ کې دوهم مقام له انګلینډۍ ټامي بیومنټ سره دی د ۷۶۵ نمرو په لرو سره دوهم مقام لري، درېیم مقام بیا له اسټرلیاوۍ میګ لنینګ سره دی هغه د ۷۴۹ نمرو په لرلو سره درېیم مقام لري، څلورم ځای بیا د ویسټ انډیزې لوبغاړې سټفاني ټایلر سره دی.

همداراز په دې لیست کې الیسا هیلۍ، امي سټراټوایټ، سمریتي مندهانا، لورا، هندۍ میتالي راج او الیس پیري په ترتیب سره یو په بل پسې قرار لري، ښځینه کرکټ اوس مهال په نړیواله سطحه د مختلفو ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي چې افغانستان ترې تراوسه بې برخې دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې