مقالې

په اسټرالیا کې د کریکټ ۵ غټ ګراونډونه یا لوبغالي وپېژنئ

اسټرالیا د کریکټ تر ټولو پخوانی بشپړ غړیتوب لرونکی کریکټ ټیم دی او د نړۍ تر ټولو بریالی کریکټ ټیم ګڼل کېږي. دغې لوبډلې ۴ نړیوال جامونه هم ګټلې دي. مونږ په دې مقاله کې د اسټرالیا د کریکټ په لاسته راوړنو خبرې نه کوو بلکې په اسټرالیا کې پنځه غټ کریکټ لوبغالي در پېژنو چې ښایې تر دې دمه پورې یې تاسې په تړاو معلومات نه لرئ، خو د دې لیکنې په دوام به کافي معلومات لاسته راوړئ.

په اسټرالیا کې پنځه ستر کریکټ لوبغالي کوم دي؟

۱- مېلبون کریکټ لوبغالی

په اسټرالیا هېواد کې د کریکټ لوبغالو له منځه تر ټولو ستر کریکټ لوبغالی د مېلبورن (MCG) کریکټ لوبغالی دی. ویل کېږي د دغه لوبغالي پرانېستنه په ۱۳۸۳ م کال کې وشوه، او د ۱۰۰،۰۲۴ نندارچیانو ځای پر ځای کېدو ظرفیت لري.

په دغه لوبغالي کې لومړۍ لوبه د اسټرالیا او انګلیستان ترمنځ په کال ۱۸۷۷ کې ترسره شوه، چې د مارچ میاشتې له ۱۵ مې نیټې سره یې سمون درلود.

۲- سيډنې کریکټ لوبغالی

په اسټرالیا کې له ایم سي جي یا مېلبورن کریکټ لوبغالي وروسته تر ټولو ستر کریکټ ګراونډ د سیډنې کریکټ ګراونډ دی چې په اسټرالیا کې دوهم ستر یا غټ کریکټ لوبغالی بلل کېږي. دغه لوبغالی په ۱۸۴۸ م کال کې پرانیستل شو.

د معلوماتو له مخې چې په دغه کریکټ ګراونډ کې شاو خوا ۴۸،۶۰۱ تنه مینه وال یا نندارچیان ځای پر ځای کېدلی شي. په دغه لوبغالي کې هم په لومړي ځل انګلیستان او اسټرالیا یو بل سره په ۱۸۸۲ م کال کې چې هغه وخت یې د فېبرورۍ میاشتې له ۱۸ مې نیټې سره سمون درلود مخامخ شوې وه.

۳- اډلاېډ اوول کریکټ لوبغالی

په اسټرالیا کې درېم ستر کریکټ ګراونډ د اډلاېډ اوول کریکټ ګراونډ دی. دغه کریکټ ګراونډ په ۱۸۷۱ م کال کې پرانیستل شو. جالبه خو دا ده چې په دې لوبغالي کې هم په لومړي ځل اسټرالیا او انګلیستان یو بل سره مخامخ شول.

دلته لومړۍ لوبه د انګلیستان او اسټرالیا ترمنځ په ۱۸۸۴ م کال کې چې د دسمبر له ۱۲ مې نیټې سره یې سمون درلود ترسره شوه، په دغه لوبغالي کې ۵۵،۳۰۰ نندارچیان ځايېږي.

۴- برېسبین کریکټ لوبغالی

برېسبین کریکټ لوبغالی په اسټرالیا کې څلورم ستر کریکټ لوبغالی دی. د دغه لوبغالي د پرانېست غونډې مراسم په کال ۱۸۹۵ کې ترسره شول. چې لومړۍ نړیواله لوبه پکې ۱۹۳۱ م کال کې د جنوبې افریقا او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې هغه وخت یې د نومبر له ۲۷ مې نیټې سره سمون درلود.

په دغه لوبغالي کې تقریباً ۳۶ زره مینه وال (نندارچیان) ځایېږي. چې پکې ډیری وخت نړیوالې او رسمي سیالۍ نه کېږي.

۵- بیلریو اوول لوبغالی

ویل کېږي په اسټرالیا کې پنځم ستر کریکټ لوبغالی د بیلریو کریکټ لوبغالي په نوم یادېږي. چې دا لوبغالی ۱۸۸۵ م کال کې پرانیستل شوی دی، چې لومړۍ لوبه د سوېلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ د ۱۹۷۰ م کال د دسمبر په ۱۱ مه نېټه پکې ترسره شوه.

دغه لوبغالي کې بیا په خورا کمه کچه تماشاچیان ځاېیږي. د معلوماتو په حواله، چې په یاد لوبغالي کې شاو خوا ۲۰ زره مینه وال ځای پر ځای کېدلی شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې