دلوبغاړو په اړه

محمد نوید یې نه مني، د خپل حق لپاره مبارزه پیلوي.

د متحده عربي اماراتو پخوانی لوبډلمشر «محمد نوید» ژمنه کړې چې د خپل نوم پاکولو لپاره به مبارزه کوي، هغه وايي چې د هغه یوازینۍ خطا د فاسد چلند راپور د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» ته نه ورکول و، نوموړی زیاتوي چې زۀ او ملګری مې په نورو شیانو کې ښکېل نه یو.

د متحده اماراتو په دوه پاکستان الاصله لوبغاړو چټک توپ اچونکي محمد نوید او توپ وهونکي شیمان انور باندې د فساد «میچ فیکسینګ» له امله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ۸ کلن بندبزونه ولګول شو، ۳۳ کلن محمد نوید چې یاده موده پای ته رسوي ۴۰ کلن به وي خو شیمان انور بیا ۴۲ کلن دی چې له بندیز وروسته به کرکټ ته د راستنېدو هیلې ونلري.

د متحده عربي اماراتو پخواني لوبډلمشر محمد نوید وروسته له هغه اعلان وکړ چې د خپل شهرت د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه پیلوي، کله چې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» پر ټویټر پاڼه د دواړو لوبغاړو اته کلن بندیز اعلان کړ.

محمد نوید په یو ټویټ کې ولیکل ” موږ یوازې یوه غلطي کړي چې د فاسد چلند راپور مو د کرکټ نړیوالې شورا ته ندی رسولی، مګر هیڅکله په نورو شیانو کې دخیل نه یو. شاهدانو هم ومنله چې په فساد کې ښکېل نه یو.

نوموړي زیاته کړه چې زما غوښتنه ټولو ته ده، زه به د خپل حق او ویاړ لپاره مبارزه وکړم نه غواړم کرکټ په خرابو الفاظو پریږدم، د ټولو اسنادو له مخې زه په فساد کې ښکېل نه یم، له ما څخه مې مدیریت وغوښتل چې اقرار وکړم او هرڅه ومنم، بیا به د ۳ کلن بندیز سره مخ شم، خو څنګه کولای شي چې په ما ۸ کلن بندیز ولګوي.

محمد نوید زیاتوي چې په دغه مسلو کې ډېر لوبغاړي ښکیل شوي دي، مګر درې کلن، دوه کلن او حتی یو کلن بندیز سره مخ شي، نو ما او ملګري ته مو په کوم قانون ۸ کلن بندیز راکړل شو؟

۳۳ کلن پخواني لوبډلمشر او د ښي لاس پیاوړی توپ اچونکي محمد نوید د اماراتو لپاره ۳۹ یو ورځنۍ او ۳۱ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي وې، پداسې حال کې چې د میډل ارډر توپ وهونکي ۴۲کلن شیمان انور بیا ۴۰ یو ورځنۍ او ۳۲ شل اوریزه سیالۍ د اماراتو په ګټه ترسره کړې وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې