دلوبغاړو په اړه

مارک ووډ څرکنده کړه چې د «جوفرا ارچر» سره بالینګ ملګرتیا څخه خوند اخلي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي «مارک ووډ» څرګنده کړه چې هغه د یو بل انګلستاني تکړه او چټک توپ اچونکي «جوفرا ارچر» سره د ګړندۍ توپ اچونې ملګرتیا څخه خوند اخلي او هر یو ، یو د بل سرعت ساتي.

د انګستان پیاوړو لوبغاړو کلیدي رول لوبولی ځکه چې په دریمه شل اوریزه سیالۍ کې هندوستان یې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د پنځو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې یې ۲-۱ مخیکوالی ترلاسه کړ، مارک ووډ چې د ټپي کیدو له امله دوهمه شل اوریزه لوبه له لاسه ورکړه په دریمه شل اوریزه سیالۍ کې غوره فارفامنس ترسره کړ، هغه د ۳۱ منډو په ورکولو سره هندوستان پیلیز توپ وهونکی کیل راهول، روهیت شرما او شریاس ایر وسوځول.

مارک ووډ او جوفرا ارچر په دوامداره توګه په «۱۴۵» سراعت سره توپونه ګوزار کړل او هندي توپ وهونکي یې په سخت تکلیف کې وساتل، کله چې له مارک ووډ څخه وپوښتل شول چې د دواړو تر منځ ګړندی توپ اچونکي څوک دی؟

مارک ووډ ځواب ورکړ” موږ تل د داسې پوښتنې سره مخ یو، زه او جوفرا ارچر د بالینګ ښه ملګرتیا لرو، هغه هم خورا ګړندۍ توپ اچونه کوي.

مارک ووډ چې په دې وروستیو کې د انګلستان شل اوریزه فارمټ لوبډله کې شامل شوی په ۱۳ سیالیو کې ۲۲ لوبغاړي سوځولي دي، باید هېره نکړو چې مارک ووډ او جوفرا ارچر هغه چټک توپ اچونکي دي چې د هندوستان خلاف یې روانه شل اوریزه لړۍ کې تر ۱۵۱ په زیات سراعت سره توپونه ګوزار کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې