دلوبغاړو په اړه

شعیب اختر له بابر اعظم غواړي چې لوبډلمشرۍ ته استفا ورکړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اجونکي «شعیب اختر» وایي که چېرې د سویلي افریقا او زمبابوې ته د راتلونکي سفر لپاره د لوبډلې انتخاب پرمهال ورسره مشوره شوي نه وي نو باید چې لوبډلمشر «بابر اعظم» لوبډلمشرۍ ته استفا ورکړي.

د پاکستان سلیکشن کمېټې مشر «محمد وسیم» د اپرېل په میاشت کې پیل شوي سفرونو لپاره د تېرې جمعې په ورځ، شل اوریزه، یو ورځنۍ او ټیسټ لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړل.

د لوبډلې اعلان وروسته سمدلاسه د پاکستان په مختلفو رسنیو کې راپورونه ورکړل شول چې لوبډلمشر بابر اعظم د دغه نوملړ څخه ناخوښه دی، ځکه چې د لوبډلې په انتخاب کې د هغه وړاندیزونه له پامه غورځول شوي دي.

شعبب اختر په داسې حال کې چې د پاکستاني تلویزیون «پي ټي وي سپورتس» سره خبرې کولې له بابر اعظم څخه یې د دندې ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل”ما واورېدل چې بابر اعظم پاکستان کرکټ بورډ ته زنګ وهلی او ویلي یې دي چې د لوبډلې د انتخاب په اړه د هغه وړاندیزونه له پامه غورځول شوي دي، که بابر اعظم دومره په ضعیف حالت کې وي چې هېڅ غوښتنه یې نه منل کیږي، نو هغه باید همدا اوس استعفا ورکړي که هغه دا کار ونه کړي، نو هغه به بیا د سرفراز احمد په برخلیک اخته شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې