بهرني لوبغاړي

د ټنډولکر ریکارډ ۹ کلن شو خو کوم چا مات نکړ

د هندوستان د پخواني کرکټر سچن ټنډولکر ریکارډ ۹ کلن شو خو بیا هم کوم لوبغاړي نه دی مات کړی، نوموړی د کرکټ په نړۍ کې یو غټ او ستر توپ وهوونکی تیر شوی او د توپ وهنې په برخه کې نړیوال ریکارډ لري.

سچن ټنډولکر د هندوستان لپاره سل سلیزې وهلي چې تراوسه د نړۍ بل هیڅ کوم توپ وهوونکی نه دی توانېدلی چې دا ریکارډ مات کړي، د نوموړي د سلیزو دا ریکارډ ۹ کلن شو خو لاهم پر خپل ځای پاتې.

د کرک کنټري ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې نوموړي خپله وروستۍ سلیزه د ۲۰۱۲ میلادي کال د مارچ په شپاړلسمه په شیر بنګالا نړیوال سټډیوم کې ثبت کړه او تراوسه یې خپل دغه د سل سلیزو ریکارډ ساتلی دی.

ټنډولکر د هندوستان لپاره په ټیسټ لوبو کې ۵۱ او په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې وهلي دي، هغه په ۲۰۰ ټیسټ، ۴۶۳ یو ورځنیو او یوې شل اوریزه لوبه کې لوبیدلی دی.

ټنډولکر په کال ۱۹۷۳ د اپریل په ۲۴ مه زېږدلی او اوس مهال ۴۷ کلن دی خو لاهم کرکټ کولای شي نوموړی د روډ سیفټي سیریز په لوبو کې د هند افسانوي لوبغاړو لوبډلمشري کوي او ښایسته لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې