نړیوال کریکټ

جوش بټلر انګلینډ ته دوهمه بریا ورپه برخه کړه

د انګلینډ او هندوستان لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه انګلینډ په خپله ګټه تمامه کړه، بېګاه شپه د انګلینډ او هندوستان ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو دریمه ترسره شوه چې انګلینډ لوبډلې په خپله ګټه تمامه کړه.

دې لوبه کې هند لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه خو روهیت شرما، کیل راهول او اېشن کېشن د هند لپاره ښه پیل ونه کړ ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې خو بیا یې هم د شپږ لوبغاړو په اوټېدو انګلینډ ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره روهیت شرما ۱۵، هارډیک پانډیا ۱۷، ریشب پینټ ۲۵ او ویرات کوهلي ۷۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدې اننګز کې د انګلینډ لپاره ماک ووډ ۳ او کریس جورډن دوه ویکټې واخستې.

دوهم اننګز انګلینډ لوبډلې په خپلې بریا سره پیل کړه، جوش بټلر وکولای شول چې د ۸۳ ناسوځېدلو منډو پرمټ خپله لوبډله بریا ته ورسوي ددې ترڅنګ د انګلینډ لپاره ډیویډ میلن ۱۸ او جاني بریسټو ۴۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، لوبه یې په ۸ ویکټو په نولسم اور کې وګټله.

هندي کپتان ویرات کوهلي د هند د ماتې ستر علت د کیل راهول ناکامي یاده کړه وې ویل چې راهور او روهیت شرما زموږ د پیل لوبغاړي ښه نه و ځکه مو لوبه وبایلله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې