نړیوال کریکټ

بنګله دیش ایرلینډۍ کرکټ لوبډله تش لاس هېواد ته روحصت کړه.

د کوربه بنګله دیش او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د تېرې میاشتې راهیسې د څلورو پنځوس اوریزه، یوه څلور ورځنۍ «فورډي» او یوه شل اوریزه سیالیو جریان درلوده چې مېلما ایرلینډ هېڅ بری ترلاسه نه کړ.

دغه لړۍ چې د ایرلینډ «الف» کرکټ ملي لوبډلې او بنګله دیش ایمرجینګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه پکې د څلورو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ بنګله دیش ایمر جینګ څلور د صفر ۴/۰ په مقابل کې وګټله.

همدا راز یې په یوازینۍ څلور ورځنۍ لوبه کې هم بنګله دیشۍ ایمرجینګ لوبډلې په یو اننګز او ۲۳ منډو بریا ترلاسه کړه.

د سفر وروستۍ لوبه یوازینۍ شل اوریزه سیالۍ هم ترسره شوه چې پکې کوربه بنګله دیش ایمرجینګ په ۳۰ منډو بریا ترلاسه کړه.
په دې سره بنګله دیش په خپل کوربتوب مېلما لوبډلې ته د هېڅ بري اجازه ورنګړه او تش لاس یې کور ته روحصت کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې