دلوبغاړو په اړه

ایون مورګن په شل اوریزه کرکټ کې سلمه نړیواله لوبه ترسره کړه

ایون مورګن په خپله سلمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې یواځې ډګر ساتنه وکړه ځکه د توپ وهنې موقع ورنغله او خپله سلمه لوبه کې یې یواځې ډګر ساتنه وکړه د انګلینډ لوبډلې کرکټر ایون مورګن چې ددې ټیم لوبډلمشر هم دی، بېګاه شپه د انګلینډ لپاره خپله سلمه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه، او لومړی انګلینډی لوبغاړی شو چې ددې ټیم لپاره یې سلمه لوبه ثبت کړه.

نوموړی په نړیواله سطحه څلورو لوبغاړی شو چې خپله سلمه شل اوریزه نړیواله لوبه کوي تر مورګن مخکې بيا د نيوزيلېنډ راس ټېلر، د هند روهيت شرما او د پاکستان شعېب ملک هم هغه لوبغاړي دي چې تر سلو زياتې لوبې يې ترسره کړي دي.

پاکستاني شعیب ملک تراوسه ١١٦ لوبو کې ګډون کړى دى، ٢٣٣٥ منډې يې کړې دي، روهيت شرما بيا په ١٠٩ لوبو کې ٢٧٧٣ او راس ټېلر په ١٠٢ لوبو کې ١٩٠٩ منډې ترلاسه کړې دي. مورګن د انګلینډ لپاره د شل اوریزو لوبو ترڅنګ په ۱۶ ټیسټ لوبو کې ۷۰۰ منډې لري، په ۲۴۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ۷۵۹۸ منډې جوړې کړې دي او ددې لوبډلې لپاره یو کامیاب لوبډلمشر حساب شوی دی.

نوموړی په ۱۹۸۶ کال کې د سمپټمبر په لسمه زیږیدلی دی او اوس مهال ۳۶ کلن دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې