افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان نن د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ شل اورېزه سیالۍ پیلیوي

ټاکل شوې ده چې افغانستان کریکټ ټیم په خپل کوربتوی له زمبابوې کریکټ ټیم سره ۳ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې له ډلې به یې نن لومړۍ نړیواله شل اورېزه لوبه نن ماسپښین شاو خوا ۲ بجې پیل شي.

دا لوبه په افغانستان کې د ملي سپورټ تلوېزیون له لارې هم ننداره کولی شئ. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان او زمبابوې کریکټ لوبډلو له یوبل سره دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړې چې له منځه یې یوه لوبه زمبابوې او بله لوبه افغانستان وګټله او سیرېز یې ۱-۱ مساوي پاېته ورساوه.

باید یاده شي چې له ننۍ لوبې سربیره دوهمه شل اورېزه لوبه به ۱۹ مه نېټه باندې ترسره شي او همدغه راز درېمه شل اورېزه سیالۍ به بیا د مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه باندې ترسره شي.

پرون افغان کریکټ بورډ هم خبر ورکړی وه، چې افغان لوبغاړو د زمبابوې پر وړاندې ننۍ لوبې تمرینات ترسره کړل او د بشپړ چمتووالي خبر یې ورکړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې