افغانستان کریکټ

افغانستان د راشدخان او ګربز په مرسته لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د کوربه افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پکې افغانستان په «۴۸» منډو بریا ترلاسه کړه.

په سیالۍ کې زمبابوې د ټاس «پچه» ګټلو وروسته لومړۍ د توپ اچونې پرېکړه وکړه، افعانستان ټاکلو «۲۰» اورونو کې د پنځو لوبغاړو سوځېدو په سر «۱۹۸» منډې وکړې او زمبابوې ته ۱۹۹ هدف وټاکل شو.

افغانستان ته رحمان الله ګربز په ۴۵ توپونو ۸۷ او اضغر افغان ۵۵ منډې وکړې، زمبابوې ته نیګریوه او مزرباني دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې د ټاکل شوي هدف په تعقیب «۲۰» اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۰ منډې وکړې لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر وبایلله.

افغانستان ته کریم جنت او فرید ملک دوه دوه خو راشدخان ۳ لوبغاړي وسوځول، رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د درې شل اوریزه سیالۍ په لړۍ کې افعانستان یو صفر مخکې شو، ټاکل شوې ده دوهمه لوبه د مارچ په ۱۹مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې