نړیوال کریکټ

سریلانکا کرکټ لوبډله دا درې ماتو سربېره جریمه هم شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ وویل چې د ویسټ انډیز پروړاندې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې سریلانکایۍ لوبډله د ورو توپ اچونې یا وخت ضایع کولو له امله د خپلې لوبې میچ فیس «۴۰» سلنه جریمه شوه.

د سری لنکا الراونډر «دانشکا ګانتیلکا» هم د یکشنبې په ورځ په لوبه کې نیکولاس پوران ته له سوځولو وروسته بد الفاظ وکارول چې له امله یې جریمه شو.

د اماراتو ای سي سي الیټ پینل آف میچ ریفري «ریچي ریچارډسن» وروسته له هغې سریلانکایۍ لوبډله جریمه کړه چې د «دیموټ کاروناراتني» لوبډلې له ټاکل شوي وخت څخه دوه اوره په ځنډ سره ترسره کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا چې د ای سي سي نارینه «کرکټ ورلډ کپ سوپر لیګ» لوبیدلو شرایطو ۱۲.۹.۲ مادې پراساس یو اړخ چې په ټاکل شوي وخت اورونه ترسره نکړي د لنډې مودې لپاره جریمه ورکول کیږي په پایله کې به د سوپر لیګ په جریان کې د دوی پوائنټونو څخه دوه نمرې هم له لاسه ورکړي.

کرناراتني په جرم اعتراف وکړ او وړاندیز شوی بندیز یې ومانۀ. باید یاده کړو چې سریلانکا لوبډله د ویسټ انډیز په سفر بوخته ده چې د شل اوریزه او یورځنیو لوبو دواړه لړۍ کوربه ویسټ انډیز وګټلې چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه ټیسټ سیالۍ ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې