بهرني لوبغاړي

د اېشن کېشن پلار د خپل زوی په اړه دردوونکې کیسه کوي

د اېشن کېشن پلار پرناو کومار د خپل زوی اېشن کېشن اړوند چې څنګه کرکت ته راغلی او څومره سختۍ یې ګاللي ډیره دردوونکې کیسه کړې ده، هغه د کېشن په اړه ویلي چې دوه کاله یې د شپې ډوډۍ نه ده خوړلې په نهاره وده شوی دی، یواځې شپې یې تیرې کړي دي او دادی اوس زما لپاره ویاړ دی زه پرې فخر کوم.

د کرک کنټري ویب سایټ د معلوماتو له مخې د اېشن کېشن پلار انډین اکسپرس ته په یوه مرکه کې ویلي چې زوی مې دولس کلن و ډیرو خلکو راته ویل چې ستا زوی تکړه دی د ښه لوبغاړي جوړیدو لپاره یې باید بل ایالات ته ولیږې ترڅو ښه کرکټ وکړي، ما هم دا تصمیم ونیوه ترڅو هغه کوم ګاونډي ایالات ته د تمریناتو لپاره ولیږم.

د هغه کوچ راته وویل چې کېشن باید رانچي ته ولیږې خو موږ ویریدو ځکه هغه ډیر وړوکی و د هغه مور ډیره خفه وه خو بیامو هم هغه ولیږه ترڅو ښه کرکټر شي، هغه په رانچي کې له خپلو څلور ملګرو سره یو اطاق کې اوسېده نوموړي اشپزي نه شوه کولای ځکه نو یواځې د لوښو مینځلو دنده یې پر غاړه وه.

کېشن تر دوه کالو هلته اوسېده دده ملګري به د شپې تمرین ته تلل خو کېشن د خوراک لپاره څه نه درلودل وږی به ویده کېده کله کله یې چپس خوړل، خو هغه موږ ته حل نه وایه هرکله مو چې زنګ ور وهه ویل یې ډوډۍ مې خوړلې خو موږ وروسته پوه شوو چې زوی مې دوه کاله په ولږه تیر کړي و.

نوموړي مرکه کې دا هم ویلي چې کله مې هغه په نولس کلنو لوبډله کې له نورو ملګرو ریشب پینټ، واشنګټن سنډر او خلیل احمد سره ولیده ډیر خوښ شوم ما په لومړي ځل ولیده چې زوی مې ښه لوبغاړی دی او زه پرې فخر کوم.

اېشن کېشن د خپل نړیوال کرکټ پیل د انګلینډ خلاف په دوهمه شل اوریزه لوبه کې وکړ چې په ۳۲ توپونو یې ۵۶ منډې جوړې کړې او له لوبډلمشر کوهلي سره یې ۹۴ منډې ملګرتیا وکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې