بهرني لوبغاړي

د اته کلن بند سزا

یوه میاشت وړاندې په شایمن انور او محمد نوید تور و چې دوی په نړیوال جام کوالیفای راونډ کې په درغلیو کې لاس درلود،

د کرکټ نړیوالې شورا مخکې خبر ورکړی و چې دوی د خپل کرکټ او لوبډلې لپاره سمه کړنه نده ترسره کړی او که چیرته پري ورته تورونه ثبوت شو ستره سزا به ورته اعلان شي،

نن آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ چې شایمن انور او محمد نوید په خپلو غلطو کړنو اعتراف کړی او اته کاله له هرډول کرکټ څخه منع اعلان کړی شو،

یاده دې وي چې د کرکټ په نړۍ ځنې مادې او قوانین دي چې د لوبغاړو لپاره یې ترسره کول جرم دی،
په دې کې بډې اخیستل، میچ فیکسینګ کول او داسي نور چې ترډېره دغه کړنه پاکستاني لوبغاړي د لوبې یا لیګ په جریان کې ترسره کوي او ډېر وخت مشهوره پاکستاني لوبغاړي د بډو اخیستو له وجې په دې تور له کرکټ څخه منع شوی و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې