مرکې

شاهدي: غواړم د هېواد لپاره ډیرې لاسته راوړنې ولرم

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي پیلیز توپ وهوونکي حشمت الله شاهدي د افغانستان کریکټ ټیم لپاره په دوهمه ټېسټ لوبه کې دوه غبرګې سلیزې ووهلي او د افغانستان لپاره یې ریکارډ جوړ کړ نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ کریکټ کې د افغانستان لپاره دوه سلیزې وهي.

شاهدي کریکټ په جدي ډول په نهه کلنۍ کې پیل کړ او پلار یې هغه په کابل کې په یوه اکاډمۍ کې شامل کړ. ۲۶ کلن شاهدي بیا په ۲۴ کلنۍ کې د افغانستان لپاره پنځوس اورېز نړیوال جام هم ولوبوه. نوموړي د زمبابوې پر وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه کې د ۴۴۳ توپونو، ۲۱ څلورېزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰۰ ناسوځېدلې منډي جوړې کړې، چې تقریباً ۵۹۱ دقیقې په کریز پاتې شو.

حشمت الله شاهدي د کریکټ نړیوالې شورا ته په یوه ویډیویې پیغام کې وویل، چې د هغه مور د هغه هره لوبه ګوري او څارې یې او پلار یې له پیله د هغه ملاتړ دی. شاهدي زیاته کړه:

((زما چې په نهه کلنۍ کې کریکټ ته پام شو نو زما له کریکټ سره شوق او علاقه خورا زیاته شوه او له هماغې وخت راهیسې مې کریکټ پیل کړ. ما له خپلو ورونو سره په کور کې کریکټ کول پیل کړل او پلار مې له هماغه وخت راهیسې زما ملاتړ وه.)) نوموړي زیاتوي، چې پلار مې راته وویل، تاسو کې وړتیا شته دی او زه به تاسو یوه اکاډمۍ کې شامل کړم چې بیا وروسته ما کابل کې په یوه اکاډمۍ کې تمرینات پیل کړل.

نوموړي بیا په ۲۰۱۰ م کال کې د افغانستان انډر ۱۹ لپاره کریکټ پیل کړ او په ۲۰۱۳ م کال کې یې د افغانستان الف کریکټ ټیم لپاره کریکټ پیل کړ. شاهدي زیاته کړه:

زه غواړم د افغانستان لپاره ډېر څه وکړم او زیاتې لاسته راوړنې د خپل هېواد لپاره ولرم، زه غواړم د غوره لوبغاړو په لیسټ کې شامل شم.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې