نړیوال کریکټ

د بنکال افسانوي لوبغاړو درېیمه ماتې وخوړه

د اوه هېوادونو ترمنځ د افسانوي لوبغاړو لوبلړۍ “روډ سیفټي ورلډ سیریز” چې د اوه لوبډلو ترمنځ پیل شوی دی په لسمه لوبه کې سریلانکا بنګلدیش ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ او بنګلدیش په دې ماتې سره درېیمه ماتې هم وخوړه.

دې لوبه کې لومړی توپ وهنه سریلانکا وکړه چمارا سیلوا ۲۴، لوبډلمشر دلشان ۳۳ او اپول ترنګا چټکې ۹۹ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو، سریلانکا د شپږ لوبغاړو په اوټیدو سره ۱۸۱ منډړ لوړ هدف بنګلدیش لوبډلې ته ورکړ.

په دې پاڼۍ کې د بنګلدیش لپاره محمد شریف، راجین صالح او محمد رفیق یوه وه ویکټه واخسته خو په دوهم اننګز کې بنګلدیش د هدف پوره کولو په موخه شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو هدف یې ترلاسه نکړ او په دې سره یې درېیمه ماتې وخوړه.

دې پاڼۍ کې د بنګلدیش لپاره مهراب حسین ۲۷، خالد مسعود ۲۸ او نظام الدین ۵۴ منډې جوړې کړې، د سریلانکا له اړخه په دې اننګز کې لوبډلمشر دلشان درې او دامیکا فرساډ دوه ویکټې واخستې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې