مرکېنړیوال کریکټ

بټلر: د شل اورېز نړیوال جام ګټلو لپاره هندۍ لوبډله غوره ده

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی جوس بټلر وایي، چې د شل اورېز نړیوال جام ګټلو لپاره هندۍ کریکټ ملي لوبډله غوره لوبډله ده او تر نورو لوبډلو یې د ګټلو چانس زیات دی.

د یادولو وړ ده چې سږ کال به نړیوال جام د هندوستان په کوربتوب ترسره شي چې له همدې کبله بلټر ادعا کوي، چې د هند کریکټ ملي لوبډلې ګټلو چانس له نورو لوبډلو غوره دی. ښایې شل اورېز جام په اکتوبر ـ نومبر میاشت کې ترسره شي.

بلټر په یو کنفرانس کې وویل، د نړیوال جام لپاره کوربه لوبډله تر نورو پیاوړي ده او باید کوربه هندۍ لوبډلې ته په ټیټه سترګه ونه ګورو ځکه دوی تر نورو د ګټلو چانس زیات لري.

د یادولو وړ ده چې انګلیستان او هندوستان به د یو بل پر وړاندې د شل اورېزو لوبو لړۍ هم ترسره کړې له دې وړاندې یې د ټېسټ سیالیو لوب لړۍ ترسره کړې وه چې د هندوستانۍ لوبډلې په بریا سره پاېته ورسېده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې