مرکې

رويچندرا اشوین د پیچ په اړه د خلکو انتقادونه رد کړل

هندوستان له انګلینډ لوبډلې سره د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ درلوده دا لوبې لومړی په چینای او اوروسته په احمد اباد کې ترسره شوې، هند په خپله لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماتې وخوړه او ستره ماتې یې وخوړه ځکه هغې لوبه کې د انګلینډ لپاره یواځې جوی روټ دوه غبرګې سلیزې جوړې کړې.

له هغې لوبې راوروسته په دریو پرلپسې لوبو کې هندوستان بریا خپله کړه او انګلینډ ته یې هیڅ د لوبې د ګټلو چانس ورنکړ، دوهمه لوبه په چینای کې ترسره شوه چې هند په خپله ګټه تمامه کړه دریمه او څلورمه ټیسټ لوبه بیا په احمد اباد کې ترسره شوه چې دواړو کې هند بریا خپله کړه او انګلینډ یې تش لاس پرېښوده ځکه هیڅ د ګټلو چانس یې انګلینډ ته ورنکړ.

د لوبو د ګټلو وروسته یو شمیر د کرکټ مینه والو مبصرینو او پخوانیو لوبغاړو سخت انتقادونه وکړل او وې ویل چې هند د خپل ځان لپاره په خپله خوښه پیچ جوړ کړی و ځکه یې وروستیو دریو لوبو کې بریا خپله کړه.

د کرک ټرکر ویبسایټ د معلوماتو له مخې چې د انګلینډ پخوانیو لوبغاړو او مبصرینو ددې پرځای چې هند او لوبغاړي وستایي انتقادونه وکړل چې دا د هند په یو شمیر لوبغاړو ښه ونه لګیدل او غبرګون یې وښود.

د هند یو شمیر پخوانیو او اوسنیو توپ وهوونکو اکسر پټیل او اشوین په مثالونو کې ورکړل وې ویل چې اکسر پټیل دومره لوبو کې ۲۷ ویکټې واخستې اشوین ۳۲ ویکټې واخستې چې بل هیڅ کوم لوبغاړي له ۱۸ ویکټو زیاتې وانخستې نو دا ددې ښکارندوی کوي چې هند پیچ د ځان لپاره جوړ کړی و.

خو د همدې انتقادونو په تړاو د هند خطرناک سلو توپ اچوونکي سخت غبرګون ښودلی دی او د ټولو خلکو انتقادونه یې رد کړي دي اشوین په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په دې اړه وویل چې ”

د لوبو بریا زموږ ټیم په خپل لیاقت لاسته راوړې، خلک باید بې ځایه انتقادونه ونه کړي، دا زموږ د پرلپسې هڅو نتیجه وه چې انګلینډ مو مات کړ دا لوبډله زموږ قوي او پیاوړې لوبډله وه د هیڅ چا انتقاد نه منو نو هیله ده خپل انتقادونه مو بیرته واخلئ”.

هغه د کنفرانس پر مهال دا هم ویلي چې خلک باید توجو وکړي چې موږ څومره ښه ولوبدو ددې پرځای چې خلک موږ او لوبډلې ته کریډیټ راکړي پر موږ انتقادونه کوي دا یوه غلطه خبره ده موږ یې نه منو. هند لوبډله له دې وروسته له انګلینډ سره د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ولري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې