مرکې

نیکولاس پورن د کرک انفو په ۲۵ پوښتنیزه خپرونه کې حیرانووکې خبرې کړي

د ویسټ انډیز لوبډلې بې رحمه او ویروونکي بیټسمین نیکولاس پورن د نړیوالې کرک انفو په ۲۵ پوښتنیزه خپرونه کې برخه اخستې او جالبې پوښتنې یې ځواب کړي دي، پورن لومړی ویلي چې ای پي ایل لیګ مې د خوښې لیګ دی او هلته له لوبیدو خوند اخلم.

د هندوستان ټیم مې زیات خوښیږي خو له ویسټ انډیز وروسته، براوو زموږ لپاره یو غوره کرکټر دی, کریس ګیل او روهیت شرما هغه لوبغاړي دي څوک چې په لومړي اور کې ښه سکور کولای شي.

کریس ګیل د شل اوریزو لوبو لوړ ریکارډ هم لري چې ۱۷۵ دی او شرما هم زیاتې سلیزې وهلي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې انډر رسل، کریس ګیل او کرن فولارډ هغه لوبغاړي دي چې په یوه اور کې لوړې، سترې او ډیرې شپږیزې وهلی شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې