
بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړهکورني لوبغاړيلیګونه
د راشد په نشتون کې لاهور قلندرز لوبډلې د نيپالي سندیپ لامیچاني سره د لوبيدو تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې راشد خان ارمان په لیلامۍ کې لاهور قلندرز لوبډلې ترټولو په لوړ قیمت وپيره نوموړي دوه سیالۍ د خپلې لوبډلې لپاره وکړي او بیا یې د ګوتي د ماتيدو وروسته د پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل سره مخاښه وکړه راشد خان ارمان اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دی او داسي ویل کیږي هم چې نوموړی به د ګوتي د ژور ټپ له امله د افغانستان په ګټه د زیمبابوې پروړاندې په لومړنی ټیسټ لوبه کې ونه لوبیږي.
یاده دي وي چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشد په نشتون کې نن د نيپالي ورو توپ اچونکي سندیپ لامیچاني سره د لوبيدو تړون لاسلیک کړ سندیپ به په پاتي سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه ولوبیږي.