نړیوال کریکټ

لوبډلمشر بابر اعظم په دوهمه شل اوریزه لوبه کې د ماتې لامل روښانه کړ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلمشر «بابر اعظم» وویل چې موږ د ښې توپ وهونې نه کولو له امله لوبه له لاسه ورکړه.

د لوبې وروسته بابر اعظم په خبرو کې وویل چې موږ ښه ونه لوبېدو، موږ هېڅ اوږده ملګرتیا «پارټنر شپ» ونه کړ، ځکه موږ یو ښه هدف ونشو ټاکلی.

نوموړي زیاته کړه چې د نن ورځې ویکټ «ویشتنځای» د تېرې لوبې په شان و، د توپ وهنې په برخه کې موږ غلطۍ وکړې او سویلي افریقا توپ اچونکو ښه توپ اوچونه وکړه او په خپل پلان کې بریالي شول.

نوموړي وویل د رتلونکي سیالۍ چې نن د فبرورۍ ۱۴مه «یکشنبه» ترسره کیږي د دغه سیالۍ پایلې به توپیر ولري، د نوموړي په وینا چې د وروستۍ لوبې لپاره به په نوي پلان کار وکړي.

باید یادونه وشي چې د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان سویلي افریقا ته د «۱۴۵» منډو هدف ټاکلی وو، سویلي افریقا په اسانۍ سره دغه هدف ترلاسه کړ او په شپږو ویکټو یې بریا ترلاسه کړه.

د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ یو یو مساوي روانه ده، ټاکل شوې ده نن د لړۍ دریمه، وروستۍ او برخلیک ټاکونکي سیالي ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې