
بنګلدیش او ویسټ انډیز دوهمه ټیسټ لوبه سبا پیل کوي
ټاکل شوې چې د بنګلدش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه سبا سهر ۸ بجې د فبروري په ۱۱ مه په ډاکه کې پیل شي خو راپورونه وایي چې د بنګلدیش لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن به په دې لوبه کې ونه اوسي ځکه نوموړی ژوبل شوی دی او استراحت به وکړي او ددې لوبډلې بل لوبغاړی شدمن اسلام به هم ونه اوسي ځکه د کریک انفو د معلوماتو له مخکې نوموړی هم ژوبل شوی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه د فبروری په ۷ مه ویسټ انډیز وګټله هغې لوبه کې د ویسټ انډیز لپاره جومیل واریکان خطرناکه توپ اچونه کړې وه هماغه و چې د درې یکټو پر مټ یې بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه به سبا د فبروري په ۱۱ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵ مې به دوام وکړي، اوس مهال ویست انډیز د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې اتم او بنګلدیش نهم مقام لري.