دلوبغاړو په اړه

هربجن سینګ اوس روښانه کړه چې ولې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل کې ونه لوبیده

د هندوستان څلویښت کلن سلو توپ اچوونکي هربجن سینګ اوس روښانه کړه چې ولې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې چې مکمل سیزن یې د کرونا ویروس له وجې په متحده اماراتو کې ترسره شو ونه لوبیده، نوموړي علت کورنۍ ستونزې ښودلي دي.

هربجنګ سینګ ویلي چې ما هغه وخت کورنۍ ستونزې درلودې نه مې شو کولای چې ای پي ایل کې برخه واخلم ځکه زه باید هغه وخت له خپلې کورنۍ سره پاتې شوی وای نو په دې خاطر تیر کال زه ای پي ایل کې ونه لوبیدم، خو سږ کال غواړم ولوبیږم ځکه ما پر خپل ځان زیات کار کړی دی او غواړم ښې لوبې وکړم.

هربجن سینګ له ۲۰۱۹ کال راهیسې هیڅ کوم مسلکي کرکټ نه دی کړی، نه ملی ټیم کې لوبیدلی، نه کورني کرکټ کې او نه یې ای پي ایل ترسره کړی دی، خو سږکال ای پی ایل کې لوبیدل غواړي.

سینګ د هندوستان لپاره له ډیر پخوا راهیسې لوبیږی هغه په ۱۰۳ ټیسټ ۲۳۶ یو ورځنۍ او ۲۸ شل اوریزو لوبو کې برخه اخستې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې