نړیوال کریکټ

د زمبابوی او پاکستان ښځینه لوبډلې ۱۳ کاله وروسته یو بل سره مخامخ کیږي

د پاکستان او زمبابوی ښځینه کرکټ لوبډلې ۱۳ کاله وروسته یو بل سره مخامخ کیږي، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍلوبه نن د فبروري په نهمه ترسره کیږي چې یو ورځنۍ “پنځوس” اوریزه لوبه به وي په ځایي وخت ۱۱:۳۰ دقیقې به پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ۱۳ کاله مخکې ترسره شوې وه چې هغې لوبه کې د زمبابوی لوبډلې یوه شرموونکې ماتې خوړلې وه، زمبابوی په پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان ته ۵۹ منډې هدف ورکړی و او پاکستان هغه لوبه ۱۳ اورونو کې ګټلې وه زمبابوی ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

پاکستان داسې مهال ۱۳ کاله وروسته له زمبابوی ښځینه لوبډلې سره لوبلړۍ برابروي چې تازه دغې لوبډلې سویلي افریقا ته پنځه سیالۍ سر په سر په خپل کور کې وبیللې او وروستۍ شپږمه یې د باران په مرسته له سویلي افریقا وګټله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې