نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز د کرکټ تاریخ یو بل ستر ریکارډ مات او جوړ کړ.

که څه هم ویسټ انډیزي لوبغاړي په شل اوریزه فارمټ کې پیژندل شوي اوبغاړي دي، تفریباً د نړۍ هر یو لیګ د دوی په لوبغاړو ښایسته وي، خو لوبډله بیا د یو ورځنیو او ټیسټ فارمټ خاص لوبغاړي نلري.

د ویسټ انډیز لوبډله تازه بنګله دیش ته د درې یو ورځنۍ او دوه ټیسټ سیالیو موخه تللې ده، که څه د درې یو ورځنۍ لوبو لړۍ یې درې پر صفر وبایلله، خو د دوه ټیسټ سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه یې په درې ویکټو وګټله.

په دغه سیالۍ کې د بنګله دیش د دوهم اننګز یا «پاڼۍ» وروسته ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته لوی «۳۹۵» منډې هدف کېښود، ویسټ انډیز ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ چې پکې «کایل مایرز» غبرګه سلیزه جوړه کړه.

کایل مایرز چې د ویسټ انډیزه لپاره لومړۍ ټیسټ لوبه لوبوله پکې بېلا بېل رېکارډونه جوړل کړل، ترڅنګ یې ویسټ انډیز هم نوب ریکارډ ثبت کړ.

ویسټ لومړۍ هېواد شو چې په اسیا کې د ټیسټ فارمټ «۳۹۵» منډې هدف ترلاسه کوي، له دې وړاندې په کال ۲۰۱۷م کې سریلانکا د زمبابوې خلاف ۳۹۴ منډې هدف چیس یا ترلاسه کړی وو.

هندوستان په ۲۰۰۸م کال کې د انګلستان خلاف ۳۸۷، پاکستان په ۲۰۱۵ م کال کې د سریلانکا خلاف ۳۸۲ او سریلانکا په ۲۰۰۶م کال کې د سویلي افریقا خلاف ۳۵۲ لوړ هدف ترلاسه کړی وو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې