نړیوال کریکټ

بنګله دېش به دوهمه ټېسټ لوبه د وېسټ انډېز خلاف له الراونډر شکیب الحسن پرته ترسره کړي

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی کریکټر لوبغاړی او د نړۍ پیاوړی الراونډر شکیب الحسن د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې له راتلونکي دوهمې ټېسټ لوبې څخه بهر شو. د بنګله دېش کریکټ بورډ پر وېنا چې شکیب الحسن په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې ټپې شوی دی او تر دې دمه پورې یې ټپ ښه نه دی چې له امله یې دویمې ټېسټ لوبې څخه بهر شو. بي سي بي په یوه اعلامیه کې وویل، چې شکیب الحسن په پرله پسې توګه وڅارل شو او ازمویل شو خو مګر نوموړی تر اوسه پورې ښه نه دی او باید چې دوهمه ټېسټ لوبه کې استراحت وکړې. یاد بورډ زیاتوي چې نوموړی به ډېر ژر روغ شي. د یادولو وړ ده چې د بنګله دېش او وېسټ انډېز کریکټ لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټېست سیالۍ د فیبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د بنګله دېش په شیر بنګله کریکټ ملي لوبغالي کې ترسره شي. وېسټ انډېز لومړۍ لوبه د درې ویکیټو په توپېر وګټله

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې