لیګونه

که دا لیکنه ولولئ خبر به شئ چې ټي10لیګ کې چا زیاتې ویکټې واخستې.

د عربي متحده اماراتو ټي لیګ پایته ورسید دې لوبه کې د نړۍ مشهورو کرکټرانو برخه اخستې وه خو ددې لیګ مخکښ توپ اچوونکي چې زیاتې ویکټې يې واخستې د ویسټ انډیز، انګلینډ او د متحده اماراتو توپ اچوونکي وو.
ددې لیګ لومړی زیاتې ویکټ اخستوونکی انګلینډی جیمي اورټن دی نوموړی تیز توپ اچوونکی دی چې په ۹ لوبو کې يې ۱۲ مهمې ویکټې واخستې، دوهم مخکښ ویسټ انډیزی فبیان الین دی چپ لاسی توپ اچوونکی دی او په ترسره کړو ۹ لوبو کې يې ۱۱ ویکټې واخستې، دریم نمبر کې د متحده امارتو اوسېدونکی جنید صدیقی دی چې ښي لاسی میډیوم پسټ بالر دی ۹ لوبو کې يې ۱۱ ویکټې واخستې او څلورم یې هم د ویسټ انډیز هېواد عبید مککوی دی چې ۹ لوبو کې يې لس ویکټې ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده چې په دې لیست کې دوه افغان توپ اچوونکي هم شامل دي افغان تیز توپ اچوونکی نوین الحق چې ۷ لوبو کې یې ۷ ویکټې اخستي نهم مقام لري او الراونډر کریم جنت هم د شپږ ویکټو په اخستو سره ۱۵ مقام کې دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې