لیګونه

څلور لوبډلو د لس اوریزه لیګ پلې پړاو ته لار ومونده.

د ابوظبي لس کرکټ لیګ څلورم فصل سیالۍ پلې اف پړاو ته ورسېدې، دغه سیالۍ چې د تېرې جنورۍ په ۲۸مه پیل وې د ګروپي او سوپر لیګ «۲۴» سیالیو ترسره کولو وروسته نن پلې اف پړاو ته ورسېدې.

نرترن واریرز، ټیم ابودوبۍ، قلندرز او ډیلي بولز هغه څلور لوبډلې دي چې د څلورم فصل لس اوریزه لیګ پلې اف پړاو ته یې لار ومونده، ماراټا عربینز، ډیکن ګیلاډیټرز، بنګله ټایګرز او پوني ډیولز هغه څلور لوبډلې دي چې د لیګ څخه بهر شوې.

پلې اف پړاو کې به نن لومړي لوبه مازدیګر ۴:۰۰ بجې د لومړي مقام لرونکي ډیلي بولز او دوهم مقام لرونکي نرترن واریرز ترمنځ ترسره شي، ګټونکي لوبډله پاینل ته ځي او بایلونکي یو بل چانس لري.

ورپسې به د نن ورځې دوهمه لوبه د قلندرز او ټیم ابودوبۍ ترمنځ ترسره شي، ګټونکي لوبډله له د واریرز او ډیلي ترمنځ پایلونکي لوبډلې سره مخ شي. بایلونکي لوبډله د دریم مقام لپاره یوې لوبې ته انظار باسي.

ورپسې به دریمه لوبه د شپې ۹:۰۰ بجې د ډیلي بولز او واریرز ترمنځ بایلونکي او قلندرز ټیم ابودوبۍ څخه به د ګټونکي لوبډلو ترمنځ نیمه پای لوبې ترسره شي.

سبا ددغه لیګ دریم مقام دپاره لومړۍ لوبه ترسره کیږي چې د دوهمه لوبه د ۲۰۲۱م کال لس اوریزه کرکټ لیګ وروستۍ پای لوبه ترسره کیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې