نړیوال کریکټ

انګلینډي لوبغاړو لومړۍ ورځ د هندوستان خلاف ښه لوبه وکړه

د انګلینډ او هندوستان د ټیست لوبو لړۍ چې نن د جنورۍ په پنځمه د هندوستان په کوربتوب په چنای کې پیل شوه، لومړۍ ورځ یې پایته ورسیده او انګلینډي لوبغاړي ډیر ښه ولوبیدل، نن لوبه کې انګلینډۍ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه د دریو لوبغاړو په اوټیدو يې د هندوستان لوبډلې خلاف ۲۶۳ منډې جوړې کړې، دې لوبه کې د انګلینډ لپاره لوبډلمشر جي روټ سلیزه ترلاسه کړه هغه په ۱۹۷ توپونو ۱۲۸ منډې جوړې کړي لاهم نه دی اوټ شوی او سبا به خپلې لوبې ته دوام ورکړی، دا د نوموړي لپاره شلمه سلیزه شوه چې جوړوي یې د انګلینډ لپاره بل لوبغاړی ډاک سیبلي دی چې ۸۷ منډې یې جوړې کړې او روري بورنز هم ۳۳ منډې ترلاسه کړې.
د هندوستان لپاره یواځنی لوبغاړی جسپریت بومرا و چې دوه مهمې ویکټې یې واخستې اشوین هم یوه ویکټه واخسته، سبا ورځ به یو ځل بیا انګلینډ لوبډله خپلې لوبې ته ادامه ورکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې