دلوبغاړو په اړه

قیس احمد لاهم د شاهد افریدي ویکټ اخیستل یادوي.

د افغانستان ځوان لیګ سپنر توپ اچونکی «قیس احمد» لاهم د لنکا پریمیر لیګ (ایل پی ایل) سیالیو په لړ کې د پاکستان پخوانی الراونډر شاهد افریدي ویکټ اخیستو یادونه کوي.

په یوه ځانګړي مرکه کې ۲۰ کلن قیس احمد څرګنده کړه چې شاهد افریدي د هغه د خوښې لوبغاړی و کله چې هغه د کرکټ لوبه پیل کړه.

قیس احمد وویل چې هغه د لنکا پریمیر لیګ کې د شاهد افریدي ویکټ له اخیستو وروسته ډېر خوښ شو، ځکه چې له ماشوم و او افریدي یې د خوښې لوبغاړی و.

قیس زیاته کړه” زه خوشحاله وم کله چې زه د افریدي ویکټ ترلاسه کوم، مګر یو څه لږ خفه هم شوم، ځکه چې هغه زما د خوښې کرکټر دی.

قیس احمد د سری لنکا پریمیر لیګ کې هم د خپلې توپ وهنې وړتیا وښوده چیرې چې هغه د کولمبو کینګز لخوا د ډمبولا ویکنګز خلاف یوازې په ۲۲ توپونو *۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې پکې د پاکستان آل راونډر انور علي خلاف یې په مسلسل ډول څلور شپږیزې ووهلې.

قیس احمد وویل چې ما تل د کوچ څخه غوښتنه کړې چې ماته په توپ وهنه کې مخکې فرصت راکړئ، ځکه چې زه ښه توپ وهنه کولی شم ، زه اوږده او پراخه توپونه نشم کولی مګر زه کولی شم چې ډیرې شاټونه ترلاسه کړم.

قیس احمد وویل چې انور علي زما ښه ملګری دی، هغه ما سره ښه سلوک کوي ، زه ښه احساس کوم کله چې یو غټ کرکټر ستاسو درناوی وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې