لیګونه

ټي10لیګ: قلندر لوبډلې پرلپسې پنځمه بریا خپله کړه او لومړی مقام یې وګټه

د ټي10لیګ د سوپرلیګ سیالیو پرمهال قلندر او بنګال ټایګرز لوبډلو لوبه وکړه دې لوبه کې قلندر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه شرجیل خان په ۱۱ توپونو ۱۵، بین ډک په ۱۶ توپونو ۳۱ او کپتان سهیل اختر په ۲۸ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ددرې لوبغاړو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف په مخکې کېښود، نن لوبه کې یو ځل بیا افغان توپ اچوونکو راج وکړ کریم جنت یوه اور کې ۱۱ منډې ورکړې یوه ویکټه یې واخسته، مجیب الرحمن دوه اورونه وکړل کومه ویکټه یې وانخسته، فضل الحق فاروقي دوه اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې ویکټه یې وانخسته او قیس احمد بهترینه توپ اچونه وکړه دوه اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې یوه ویکټه یې واخسته.

دوهم اننګز کې بنګال ټایګرز د هدف پوره کولو په موخه لوبه پیل کړل خو ناکامه هڅه وه جانسن په ۸ توپونو ۱۲، چراغ سوري په ۱۲ توپونو ۱۶، افغان الراونډر کریم جنت په ۷ توپونو ۱۲، توماس موریس په ۲۱ توپونو ۳۹ او قیس احمد په ۵ توپونو ۱۳ منډې جوړې کړې خو هدف یې پوره نکړ په دې سره قلندر لوبډلې د ټي10لیګ پرلپسې پنځمه بریا هم خپله کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې