دلوبغاړو په اړه

له پنځلس کلن کرکټ ورورسته «اشوک ډنډا» تقاعد واخیست.

د هندوستان او بنګال پخواني چټک توپ اچونکي «اشوک ډنډا» د هر ډول کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ. دغه ۳۷ کلن لوبغاړي د ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د هندوستان دپاره په ۱۳ یو ورځنۍ او ۹ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ، نوموړي په ترتیب سره ۱۲ او ۱۷ ویکټې ترلاسه کړې.

اشوک ډنډا د نړیوال کرکټ کم خو د کورني کرکټ اوږد سفر پای ته ورسوۀ، نوموړی چې له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې په کورني کرکټ لوبېدۀ هغه په فرسټ کلاس سیالیو کې ۴۲۰ لوبغاړي وسوځول چې تر۳۰۰ زیاتې یې د «سپین» بال ویکټې وې.

اشوک ډنډا له تقاد وروسته وویل” زه یو کرکټر یم، نو زه به د کرکټ سره نږدې پاتې شم، زه یو څو اختیارونه لرم چې له لوبو سره وصل پاتې شم، ما تراوسه په دې اړه فکر نه دی کړی چې زه به په راتلونکي کې څه وکړم، فکر کوم له ډېر وختي دی، نو زه به په راتلونکي کې فکر او پرېکړې کوم چې مخکې باید څه وکړم.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې