ولایتي سیالۍ

لغمان کې د دانش سوپر اېټ په نوم د کریکټ سیالۍ پیل شوې

نن په لغمان کې د سوپر اېټ په نوم د کریکټ نوې سیالۍ پیل شوې ددې سیالیو پرانسته نن وشوه د پرانستې پر مهال د تورنمینټ مسول هدایت الله دانش وویل چې دې تورنمینټ کې دولس لوبډلو ګډون کړی او لوبه به ۸ اوره کیږی هره لوبډله کې به ۸ لوبغاړي وي څلوریزې او شپږیزې به ډبل حسابیږي.
ددې سوپر اېټ سیالیو لومړی لوبه کې نیازیو کرکټ کلپ داېمل پشه یی کرکټ کلپ سره سیالي وکړه

په دغه لوبه کې دنیازیو کرکټ کلپ لوبډلمشر نصرت دټاس په ګټلو سره دلومړي بیټنګ پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اته اورونو کې دلوبډلمشر نصرت د۳۳ منډو پرمټ سیالې لوبډلې ته د ۹۹ منډو هدف ورکړ داېمل پشه یی کلپ په ځوابي لوبه کې دپيلیز توپوهونکي کریم الله د ۶۶ ناسوځېدلو منډو پرمټ سیالې لوبډلې په اووم اور کې په نهه وېکټو ماتې ورکړه
یاده دې وي چې سبا پنجشنبه شاهین کرکټ کلپ درحمت آباد ځوانانو پروړاندې خپل بخت ازمایي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې