لیګونه

د شهزاد محمدي اړوند لوبډله روان لس اوریزه لیګ کې پرلپسې ماتو سره مخ ده

د ډکن ګلیډیټورز هغه لوبډله چې شهزاد محمدي ورسره لوبیږي یوې بلې ماتې سره مخ شوه، ددې لیګ د سیالیو په دوام بیګاه شپه ډکن ګلیډیتورز او نارترن وریروس لوبه ترسره کړه وریروس لومړی توپوهنه وکړه د څلور لوبغاړو په اوټېدو یې د وسیم محمد د ۲۶، نیکولاس پورن د ۲۹، فبیان الین د ۲۲ او رومان پویل د ۵۱ منډو پر مټ یې ۱۴۳ منډې هدف ډکن ګلیډیټورز ته ورکړ چې دا لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.

دغه لوبه کې د ګلیډیټورز لپاره سنیل نارین، ظهورخان او انور علي یوه یوه ویکټه واخسته خو په توپ وهنه کې افغان توپوهوونکي شهزاد محمدي په ۱۱ توپونو ۱۷، شرف الدین اشرف ۱۳، انور علي ۳۵ او اعظم خان ۵۴ منډې جوړې کړې خو بیایې هم د ۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
دې لوبه کې د نارترن لپاره جنید صدیقي او فبیان الین دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل، وهاب ریاض او ریاد یوه یوه ویکټه واخسته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې