نړیوال کریکټ

د بنګلدیش او ویسټ انډیز لومړۍ ټیست لوبه نن پیلیږی

ټاکل شوې چې د ویست انډیز او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ نن پیل شي دواړه لوبډلې به دوه ټیسټ لوبې کوي، بنګلدیش دې لوبو ته د مومن الحق تر مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې چې نوموتی الراونډر شکیب الحسن هم پکې شامل دی، د ټیسټ لوبو لپاره بیا ویسټ انډیر براتویت خپل کپتان نومولی دی.

د دواړو ټیمونو ترمنځ دا لوبه نن د فبروري په ۳مه په ځايي وخت ۸ بجې پیل کیږي چې د همدې میاشتې تر ۷ نیټې به دوام وکړي او دوهمه ټیسټ لوبه به د فبروري په ۱۱مه پیل شي چې د فبروري تر پنځلسمې به دوام وکړي، بنګلدیش داسې مهال دغه ټیسټ لوبه پیلوي چې له ۱۲ میاشتو راهیسې یې کومه ټیست لوبه نه ده کړې.
دې لوبه کې بنګلدیش لوبډله برلاسې ښکاري ځکه د دواړو لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره شوې چې درې واړه یې بنګلدیشۍ لوبډلې وګټلې او ویسټ انډیز ته یې د بریا چانس ورنکړ دغه لوبډله یې په سپین میدان پرېښوده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې