افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

کندهار کې راتلونکو څو ورځو کې د کرکټ شل اوریزه لوبې پېلیږي

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې په کندهار کې د KPL په نوم د کرکت شل اوریزه لوبې پیل شي.

یادي څرګندوني د کندهار د کرکیټ بورد امر احمد ضیاء ضیاء پرون وروسته له غرمې د کندهار والي روح الله خانزاده سره ولایت مقام کي د لیدني پر مهال وکړې، چي د سپورټ او بدني روزني رئیس هم حضور درلود او پر مهال یې راغلو مسؤلینو د ولایتي ادارې د ریاستونو له لوري د بیلابیلو ورزشي ټیمونو د مالي تمویل، د فوټبال او کرکیټ په برخه کي د شته ستونزو او حل لارو تر شریکولو وروسته له کندهار والي وغوښتل، چي د کندهار کرکیټ لیګ په جوړولو کي ورسره مالي همکاري وکړي.

کندهار والي روح الله خانزاده د نورو سپورټي رشتو تر څنګ کرکیټ د ځوانانو د پرمختګ او لاسته راوړنو یوه ښه ذریعه وګڼل او په یاده برخه کي یې د خپلو ترسره کړو هڅو د یادوني څخه ناستو مسؤلینو ته دا په ډاګه کړه، چي د سپورټي رشتو او کرکیټ د ودي لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي او پر مهال یې د کرکیټ بورد امر ته ډاډ ورکړ، چي KPL لیګ به په خپل شخصي لګښت تمویلوي، ترڅو کندهار کي ځوان استعدادونه د نورو برخو تر څنګ په کرکیټ کي هم پر ځان باور پیدا کړي او لاسته راوړني ولري.

یاد لیګ د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې