لیګونه

ټي10لیګ: د شهزاد محمدي اړوند لوبډلې دوهمه ماتې وخوړه، خو شهزاد څه وکړل

د ټی10لیګ د سیالیو پر دوام ډکن ګلیډیټور لوبډلې دریمه لوبه ترسره کړه او ماتې یې وخوړه، دې لوبډلې له قلندر لوبډلې سره د لیګ ۱۲مه لوبه وکړه چې ګلیډيټور ته ې ماتې ورکړه، لومړی توپ وهنه قلندر لوبډلې وکړه د ټام بنټون د ۳۶ او سهیل اختر د زیاتو ۷۱ منډو پرمټ یې ګلډیټور لوبډلې ته ۱۱۹ منډې هدف په مخکې کېښود، دې لوبه کې د ګلیډيتورز لوبډلې لپاره ظهورخان، راوی رمپاول او سنیل ناراین یوه یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز افغان لوبغاړي شهزاد محمدي ډیر ښه پیل کړ نوموړي په ۱۷ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ ۲۷ منډې جوړې کړې، کمرون ډلپورټ ۱۱توپونو ۱۹ او د انور علي د لس منډو پر مټ یې د ۸ لوبغاړو په اوټیدو ۸۵ منډې جوړې کړې او قلندر لوبډلې ته یې ماتې ومنله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې