دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندي بورډ : د انګلستان سره په سیالیو کې به نندراه چیانو ته چانس ورکړي ترڅو لوبه د نیږدي وڅاري

په پام کې ده چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په پنځم تاریخ د مېلمه انګلستانۍ لوبډلې پروړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې لپاره میدان ته ښکته شي، هند کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کنټرول ادارې خبر ورکړی چې په لومړیو سیالیو کې به ننداره چیانو ته د لوبې د لیدلو لپاره چانس ورکړي خو دا شميره به ډېره نه وي او په کم تعداد خلک به سیالۍ دننه په لوبغالي کې ننداره کړي.


انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیریز کې څلور ټیسټ پنځه شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې لري، د انګلستان سفر به په هندوستان کې د فیبروۍ د پنځمې څخه پیل او د مارچ میاشتې تر ۲۸ مي نېټې پورې به دوام وکړي، یاده دې وي چې دا سیالۍ به د چینای په ښار کې پر بیلابیلو لوبغالو ترسره شي چې ګڼ شمیر لیدونکې به دا لوبې دننه په میدان کې د نیږدي ننداره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې