دلوبغاړو په اړهلیګونه

نیکولاس پوران په روان ټی ټين لیګ کې ډیري منډي جوړونکی لوبغاړی دي

د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې او په ټی ټين لیګ کې د نارترن واریرز لوبډلې چپ لاست تیز توپوهنکی نیکولاس پوران په دریېم پړاو ټی ټين لیګ کې تر دې دمه پوري پزړه پوري توپوهنه ترسره کړې ده.

یاد لوبغاړی په ۲۰۲۱م کال ټي ټين لیګ کې تر اوسه پوري په دریېو لوبو کې ۱۶۲ منډي کړي دي او په دې لیګ کې تر ټولو لوبغاړو په منډو کولو کې مخکی دي.

نیکولاس پوران په یوه لوبه کې تر ټولو ښه توپوهنه د ۸۹ منډو ده، چې په تیره لوبه کې یې د بنګله ټایګرز لوبډلې پروړاندي په ۲۶ توپونو ترسره کړه.

په دوهم ځای کې سوهیل اختر دی، چې په دریېو لوبو کې یې تر دې دمه پوري ۱۳۱ منډي کړی، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۷۱ دی.

د یاد جدول په دریېم ځای کې بیا کډموري شتون لري، چې تر اوسه پوري یې په دریېو لوبو کې یې ۱۲۷ منډي کړی، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۶۱ ناسوځېدلو منډو ده.

همدارنګه د جدول په څلورم ځای کې انډي پلچر ځای لري، هغه په دریېو لوبو کې ۱۱۶ منډي کړی، چې په یوه لوبه کې یې ډیري منډي۵۳ دي او په پنځم ځای کې بنټون شتون لری، چې تر دې دمه پوري یې ۱۱۱ منډي کړی، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۴۵ منډو ده.

دا پنځه هغه لوبغاړي وو، چې په روان ټي ټين لیګ کې یې تر دې دمه پوري ډیري منډي جوړي کړي دي.

دا لانده معلومه چې د روان ۲۰۲۱م کال د غوره منډو جوړونکی لوبغاړی جایزه به کوم یوه ته ورکول کیږي، دا ځکه چې د دې لیګ نوري لوبې لاهم پاته دې او په دې لیست کې به تغیرات راځی.

د نورو معلومات لپاره له افغان کریک اینفو سره اوسئ!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې