دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل کلارک : جیسټن لانګر غوره روزنکی دی که څه هم د هغې تګلاره په ډيسپلین کې سخته ده

وروسته له هغې چې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان څخه په خپل کور کې ماتې وخوړلي نو پر استرالیا کرکټ بورډ انتقادونه وشو، داسي ویل کیدل چې ټیم پین به له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه شي خو دا خبره هغه وخت غلطه ثابته شوه چې دوی د جنوبي افریقا پروړاندې بیاهم د ټيسټ سیالیو لپاره ټيم پین لوبډلمشر اعلان کړ.


د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مایکل کلارک د دې خبرو وروسته ویلي، جیسټن لانګر غوره روزونکی دی، د هغه ډيسپلین برخه د لوبغاړو لپاره سخته ده خو هغه یو ګټور روزونکی تمامیدلی شي، زما په اند که کوم لوبغاړی رسنیو ته د خپل کرکټ لپاره خبر ورکوي او یا کومه ستونزه شریکوي نو له هغې به دا ښه وي چې یا لوبډلمشر سره خبره شریک کړي او یا دې هم روزونکې سره، یاده دې وي چې د مایکل کلارک له خبرو وروسته معلومیږي چې نه به دټیسټ لوبې لوبډلمشر ټیم پین ګوښه او نه به ښه په روزنه کې کوم بدلون راشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې